د ورلډ مؤسسې ولایتي مسؤولینو تېره شپه ناوخته د ننګرهار سیمییز تخصصي روغتون له ترسره کېدونکو روغتیایي خدماتو څخه لیدنه ترسره کړه
د ورلډ مؤسسې د مسؤولینو له خوا د ننګرهار سیمییز تخصصي روغتون لیدنه
یاده لیدنه چې د ورلډ مؤسسې ولایتي مسؤول ډاکتر عزیزالرحمن صافي له لوري ترسره شوه، په کې د روغتون بېلابېلې څانګې له نږدې وکتل شوې، د روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو بهیر، د ناروغانو اسناد او د اړوندو کارکوونکو حاضري وڅارل شوه.
په ځینو برخو کې موجودې ستونزې او اړتیاوې له نږدې وارزول شوې او د حل په موخه ورته د لازمې همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړل شو.
همدارنګه د څارنې پر مهال ټول روغتیايي او خدماتي پرسونل پر خپلو دندو حاضر وو، دارو او درمل په کافي اندازه موجود وو او د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدماتو په اړه د مراجعینو او ناروغانو رضایت هم موجود و، ښاغلي صافي د روغتیایي پرسونل کړنې وستایلې او د خدماتو د لا ښه والي په موخه یې ور سره یو لړ لازمې سپارښتنې شریکې کړې.
د عامه ښېګڼو معیشت، بیارغونې او پرمختګ مؤسسه (WORLD) د روغتیايي خدماتو کیفیت ته ژمنه ده او په دې تړاو خپل روغتیايي خدمات په دوامداره توګه له نږدې څاري تر څو د روغتیایي خدماتو کیفیت او موثریت تضمین کړي.
د نشراتو او عامه اړیکو څانګه
The surgical team of Nangarhar Regional Specialized Hospital successfully performed a sensitive, complicated, and emergency operation of the heart.
The patient who was rushed to hospital due to severe chest injury and severe bleeding, during emergency examination it was revealed that the left ventricle (Left Ventricle) of the patient's heart was severely damaged.
Due to the joint and timely efforts of surgical, anesthesia, trainee specialists and nursing team under the leadership of specialist Dr. Ismatullah Ismat, the patient's heart repair operation was successfully done, bleeding was controlled, and patient's life was saved.
The patient's health condition is now stable and is under constant medical supervision.
WORLD Organization congratulates all specialists and healthcare workers of the hospital for this valuable medical achievement and appreciates their professional efforts.
Department of Publications and Public Relations.
د ننګرهار سیمهییز تخصصي روغتون جراحي ټیم د زړه یو حساس، پېچلی او بېړنی عملیات په بریالیتوب سره ترسره کړ.
یاد ناروغ چې د سینې د ژورې جرحې او شدیدې وینې بهېدنې له امله روغتون ته انتقال شوی و، د بېړنیو معایناتو پر مهال څرګنده شوه چې د ناروغ د زړه چپ بطین (Left Ventricle) سخت زیانمن شوی دی.
د متخصص ډاکټر عصمت الله عصمت په مشرۍ د جراحۍ، انستیزۍ، ټریني متخصصینو او نرسنګ ټیم د ګډو او پر وخت هڅو په پایله کې د ناروغ د زړه ترمیمي عملیات په بریالیتوب سره ترسره شو، وینه بهېدنه یې کنټرول شوه او د ناروغ ژوند وژغورل شو.
د ناروغ روغتیایي وضعیت اوس د ډاډ وړ دی او تر دوامدارې طبي څارنې لاندې دی.
ورلډ مؤسسه د دې ارزښتناکې روغتیایي بریا له امله د روغتون ټولو متخصصینو او روغتیايي کارکوونکو ته مبارکي وایي او د هغوی د مسلکي هڅو ستاینه کوي.
ورلډ مؤسسه د دې ارزښتناکې روغتیایي بریا له امله د روغتون ټولو متخصصینو او روغتیايي کارکوونکو ته مبارکي وایي او د هغوی د مسلکي هڅو ستاینه کوي.
د نشراتو او عامه اړیکو څانګه.
Visit of World Organization Officials to Nangarhar Regional Specialized Hospital
د ورلډ مؤسسې د مسؤولینو له خوا د ننګرهار سیمهییز تخصصي روغتون لیدنه
Some officials of the World Organization visited various departments and services of Nangarhar Regional Specialized Hospital.
The delegation included Dr. Naqibullah Sharifi, Director of the Health Department, Dr. Mansoor, Director of the Hospital, Mr. Gul Azam Samarkheli, Operational Manager, and Dr. Ahmed Farid Omri, Provincial Technical Officer.
During the visit, different departments of the hospital, healthcare services provided to patients, available facilities, and existing challenges were closely assessed.
The delegation provided important recommendations to relevant officials and health personnel to enhance the quality of health services and address existing challenges.
The World Organization remains committed to strengthening healthcare delivery and ensuring quality services for the public, in alignment with the policy of the Ministry of Public Health.
Department of Broadcasting and Public Relations
د ورلډ مؤسسې یو شمېر مسؤولینو د ننګرهار سیمهییز تخصصي روغتون له بېلابېلو څانګو او خدماتو څخه لیدنه وکړه.
دغه لیدنه د روغتیا برخې رئیس ډاکټر نقیب الله شریفي، د روغتون رئیس ډاکټر منصور، عملیاتي مدیر ښاغلي ګل اعظم ثمرخېلي او د پروژې ولایتي تخنیکي مسؤول ډاکټر احمد فرید عمري ترسره کړه.
د لیدنې پر مهال د روغتون بېلابېلې څانګې، ناروغانو ته وړاندې کېدونکي روغتیايي خدمات، موجود امکانات او شته ستونزې له نږدې وارزول شوې.
پلاوي د روغتیايي خدماتو د کیفیت لوړولو او ستونزو د حل په موخه اړوندو مسؤولینو او روغتیایي پرسونل ته یو لړ مهمې سپارښتنې وړاندې کړې.
ورلډ مؤسسه د عامې روغتیا وزارت له پالیسۍ سره سم د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا او د خلکو لپاره د باکیفیته روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
د نشراتو او عامه اړیکو څانګه
د ننګرهار سیمهییز تخصصي روغتون د روغتیايي پرسونل لپاره د ظرفیت لوړونې درې ورځنی روزنیز پروګرام
د ورلډ مؤسسې له لوري د ننګرهار سیمهییز تخصصي روغتون د ولادي متخصصانو، تریني ډاکټرانو، قابلهګانو او نرسانو لپاره د MNDSR (Maternal and Neonatal Death Surveillance and Response) او Nursing Skills درې ورځني روزنیز پروګرامونه پیل شول.
د دې روزنیزو پروګرامونو موخه د روغتیايي پرسونل د مسلکي وړتیاوو لوړول او د میندو او نویو زېږېدلو ماشومانو د روغتیايي خدمتونو کیفیت ښه کول دي.
د پرانیستې په مراسمو کې د ورلډ مؤسسې ولایتي مسؤول ډاکټر عزیزالرحمن صافي او تخنیکي مسؤول ډاکټر احمد فرید عمري د دغو روزنیزو پروګرامونو پر ارزښت او د دوامدارې ظرفیت لوړونې پر اړتیا خبرې وکړې.
دا درې ورځنی پروګرام به د مجربو استادانو په لارښوونه ترسره شي، چې په ترڅ کې به ۴۰ تنه ډاکټران، قابلهګانې او نرسان نظري او عملي زده کړې ترلاسه کړي.
ورلډ مؤسسه د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونیسف په مالي ملاتړ د ننګرهار سیمهییز تخصصي روغتون د روغتیايي خدمتونو د کیفیت د ښه والي او د روغتیايي پرسونل د ظرفیت لوړولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
د نشراتو او عامه اړیکو څانګه
The provincial delegation of the World Organization visited Nangarhar Regional Specialized Hospital.
The provincial officials of the World Organization visited Nangarhar Regional Specialized Hospital to monitor and support the quality of health services.
A memorial visit under the leadership of the World Organization Project Provincial Officer Mr. Azizur Rahman Safi, in which different departments of the hospital were visited and the process of providing health services were discussed.
Mr. Safi and his team appreciated the efforts of the medical and administrative staff of the hospital and made several necessary recommendations to improve the quality and effectiveness of services.
The World Foundation is committed as always to continue its efforts and collaboration in strengthening the health sector and improving quality and accessible health services for the people.
د ورلډ مؤسسې ولایتي پلاوي د ننګرهار سیمهییز تخصصي روغتون څخه لیدنه وکړه
د ورلډ مؤسسې ولایتي مسؤولینو د روغتیايي خدماتو د کیفیت څارنې او ملاتړ په موخه د ننګرهار سیمهییز تخصصي روغتون څخه لیدنه ترسره کړه.
یاده لیدنه چې د ورلډ مؤسسې د پروژې ولایتي مسؤول ښاغلي عزیزالرحمن صافي په مشرۍ ترسره شوه، په کې د روغتون له بېلابېلو څانګو څخه لیدنه وشوه او د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدماتو بهیر له نږدې وارزول شو.
ښاغلي صافي او ورسره مل ټیم د روغتون د روغتیایي او اداري کارکوونکو د هڅو ستاینه وکړه او د خدماتو د لا ښه والي، کیفیت لوړونې او اغېزمنتیا په موخه یې ورته یو لړ لازمې سپارښتنې وکړې.
ورلډ مؤسسه د تل په څېر ژمنه ده، چې د روغتیايي سکتور د پیاوړتیا او خلکو لپاره د معیاري او لاسرسي وړ روغتیايي خدماتو د پراختیا په برخه کې خپلو هڅو او همکاریو ته دوام ورکړي.
عامه ښېګڼو معیشت بیا رغونې او پرمختګ مؤسسې( ورلډ) په ختیځ کې د نوو روغتیایي مرکزونو لپاره له ۹۲۲ تنو څخه تحریري ازموینه واخیسته
ورلډ موسسی په ختیځ کې د څلورو ولایتونو ننګرهار، ،کونړ، نورستان او لغمان د ۲۰ روغتیایي مرکزونو د بېلا بیلو بستونو لپاره له ډاکټر، نرس، قابله، واکسیناتور او د تغذي مشاورینو څخه تحریري ازموینه واخیستهٔ.
د ننګرهار سیمیز تخصصي روغـتون د پـیاوړي او متخصص جراحي ټـیم لــه لـوري یــو ۲۴ کلــــن نــاروغ تــه د زړه او ســـــږي پـیچلـي عمـلیاتـــونــه پـه بریالـیــتوب ســره تـرســـره شــــول
د جراحي ټیم د معلوماتو له مخې ناروغ روغـتون ته په داسې حال کې راوړل شو چې روغتیايـي وضعیت یې ډېـر وخیم و، د ناروغ د سینې (صدر) په ښي اړخ کې نافـــذه جرحـه موجوده وه چـې په زیاتــــه انــــدازه فعالـه وینــه یی ورکــولـــــــه.
د عمومي جراحۍ د نوکریوال ټیم له لوري د عاجل تصمیم پر بنسټ د ناروغ سینـه خلاصه شوه، د عملیاتــو پر مهال څرګنده شــوه چې د ناروغ د زړه ښی اذیـن (Right Atrium) ژور ټپــي شـوی او په شـدیــده توګـــه وینـــه یــې ورکـوله، همــدارنګــه د صدر یو شریان (Internal Thoracic Artery) قطعـه شـوی و او د ښي سږي پــه ( Middle lobe) کې یــوه (Through and Through) جرحه موجود وه چـې د نوکریوال جراحي ټیــم لـه لــوري ورتــه پــه بریالیتــوب ســره د زړه او سـږي ترمیــم ترسره شـو او وینــه یـی ودروله.
د یادونې وړ ده چې د ناروغ روغتیایـي وضعیت اوس مهال د ډاډ وړ دی او تر بریالي عملیـات او لازمې طبـي پاملرنې وروسته کور ته رخصت شوی دی.
د ورلډ مؤسسې مشرتابـه او ټول ټیم د یاد ژونـد ژغــورونکي عملیات له امله د ننګرهار سیمیـز تخصصي روغتــون د متخصصو جراحانو، انستیــزي او نرسنګ ټیــم له هڅــو مننه کوي او ژمنه ده چـې د روغـتیايـي خدماتــــو د کیفـیت د ښـه والي او موثریت لپاره به خپلـــې هڅــې دوامداره ساتــــــي.
د نشراتو او عامه اړیکو څانګـــــه
A 24-year-old patient was successfully operated by the powerful and specialized surgical team of Nangarhar Semiz Hospital.
According to the surgical team, the patient was brought to the hospital in critical condition, there was an ablution on the right side of the chest that was giving more active blood.
The patient’s chest was opened based on urgent decision by the general surgery staff, during the operation it was revealed that the patient’s right atrium was deeply injured and was bleeding severely, as well as internal Thoracic artery. The artery was severed and there was a (through and through) wound in the middle lobe of the right lobe which was successfully repaired by the surgical team and stopped the bleeding.
A reminder that the patient’s health condition is currently stable and has been discharged home after successful operation and necessary medical care.
The leadership of the World Institute and the entire team thank the efforts of the specialist surgeons, anesthesia and nursing team of Nangarhar Semis Specialized Hospital and pledges to continue their efforts for improvement and efficiency of the quality of health services.
Department of Broadcasting and Public Relations
! درنو هېــواد والــــو
خپـل ځـــان او کورنـــۍ د کـــریمیــا ـ کانګــــــو وینـــه بهــوونکـــې تبــې لــــه خطـرناکـــې او وژونکـــې ناروغــۍ څخــــه خونــــدي وساتــــئ او لازم احتیـاطـــي تدابیـــر پــــه جــدي تـوګـــه مراعت کـــــــړئ.
دا یــوه ساري او ویـروسي ناروغــي ده چــې لــه څـارویو څخـــه انسانانـــو ته انتقالېــږي او خطرناکـــې پایلـــې لرلی شي.
د دې ناروغــۍ د مخنیــوي لپـاره، د څارویـــو د ذبحـــې کولــو او یا هـــم د هغــــوی له غـوښــــو او وینـــې ســــره د تمـــاس کـولــو پـر مهال، له محافظتـــي وسایلـــو لکــــه دستکشـــو، ماسک او ساتــــونکــو چپنـــــو څخــــه چــې اوږده لستـــوڼي او لمن ولــري استـفــــاده وکـــــــړئ.
د ځـان ساتـنـــه، د کــــورنۍ او ټولنــــې ساتـنــــه ده.
د نشــــراتــــو او عامــــــه اړیکــــو څانګـــه
Dear countrymen!
Protect yourself and your family from the dangerous and deadly disease of Crimea-Congo and take necessary precautions seriously.
This is a transmitted and viral disease that can be transmitted from animals to humans and can have dangerous consequences.
To prevent this disease, use protective equipment such as gloves, masks and protective glue with long sleeves and skirts when slaughtering animals or coming in contact with their flesh and blood.
Taking care of yourself is taking care of your family and your community.
Department of Broadcasting and Public Relations.
د ورلډ مؤسسې په ننګرهار ولایت کې د عامې روغتیا ریاست د (پی اچ سی سی) میاشتینۍ غونډه کې ګډون
په ننګرهار ولایت کې د ورلـــډ مؤسسې مسؤولینـــو د عامې روغتـیا ریاست د د (پی اچ سی سی) میاشتیـنـۍ غونـډه کې ګـډون وکـــړ
په ناستـه کــې د ورلـــډ مؤسسې پــه استــازولــۍ د ننګـــرهار سیمیز تخصصي روغـتــــون رئیــس ډاکتـــر احمـد فریــد (عمري) پــه یــاد روغـتــون کــې د ورلــډ مؤسسې لــه لـــوري د تـرســره کیـــدونکـو روغتیـایــي خـدماتــو، فعـالیتــونــو او لاستـــه راوړنـــو پــه تـړاو یـو بشـپـړ اوهـــراړخیــز معلــوماتــي پـرېـزېنـټـېشـن وړانــدې کـــړ، چــې د ګـډونـوالـــــو د پــام وړ وګــــرځېـد او د راغلیـــو استـازو لــه لــوري د ورلـــډ مؤسسې د روانـــو فعالیتــونـو ستـاینــــه وشــــــــــــــوه
همـدارنګــه پـه دې میاشتینــۍ ناستــه کـې چـې د ورلـــډ مؤسسې ولایتــي مسؤول ښاغلــي عـزیزالرحمـن (صافي) هــــــم ګــډون درلـــود، ګـــډونـوالـو ســره پـریـو شمېــرمهمـو روغتیـایـي، عملیـاتــي او تخنیکـي مـوضــوعـاتـــو تفصیلــــــــــي خـبـــــرې اتـــرې وشــــــوې
ورلــــــډ مؤسسـه ویـــاړي چــــې د عامـــې روغـتیـــا وزارت د اصـــولـو ســــره ســــم روغـتیـایـــي خـدمــــات وړانــدې کــــــــوي او د اړونـــــده ولایتـــي ریاستــــونـو ســـره ښــه همغـږي لـــــري
In Nangarhar province, World organization officials attended the PHCC monthly meeting of the Department of Public Health.
On behalf of the World Organization, the Director of Nangarhar Regional Specialized Hospital Dr. Ahmed Farid Umri Memorial Hospital presented a comprehensive and comprehensive informative presentation regarding the health services, activities and achievements of the World Organization in the Memorial Hospital, which was presented by the World Organization. Participants became notable and the ongoing activities of the World Organization were appreciated by the representatives of the present.
Also, at this monthly meeting where the provincial head of the World Organization, Mr. Azizur Rahman “Safi” was also attended, the participants discussed several important health, operational and technical topics.
The World Organization is proud to provide health services in accordance with the principles of the Ministry of Public Health and has good coordination with relevant provincial governments.
پــه روغـتــــون کــــې لــه تــرســـره کـیـــدونکـــــو روغـتیــایــــي خـدماتـــــو څخـــه لیــدنــــــــــــــــه
Some officials of Nangarhar Regional Specialized Hospital visited the health services provided in the hospital.
Memorial visit under the leadership of Dr. Ahmed Farid (Omari) the hospital’s director, where the situation of different wards was assessed closely.
During the visit, medical personnel were present, medicines were sufficiently available, patients were handled on time, and the wards were cleaned in a good manner, and some important medical supplies were transferred from the Central Blood Bank of Kabul. Basically, some of the problems of the blood bank will be solved after this.
At the end health personnel were praised for providing better and orderly health services and some necessary recommendations were shared for greater convenience in health services.
The World Organization is working tirelessly, effectively and tirelessly to provide quality and standard health services within its capabilities and places this solution among top priorities.
د ننګـرهـار سیمیــز تخصصي روغـتــون یـو شمېـر مسـؤولینـو پـه روغـتــون کـې لـه تـرسـره کیــدونکــو روغـتیـایـي خدمـاتــو څخـه لیـدنـه تـرسره کــړه
یـاده لیـدنــه چــې د روغـتــون د رئیس ډاکـتــر احمــد فـریـــد (عمــري) پـه مشــرۍ تـرسـره شـوه پکـــې د روغـتــون د بېـلابېـلـو واردونــو وضعیت لــه نـږدې و ارزول شــو
د لیــدنـې پـر مهـال روغـتیـایــي پـرسـونل حاضــر وو، دارو درمـل پــه کـافـي انـــدازه مـوجـود وو، د ناروغــانـو چـارې پـر وخت تـرسـره کېــدې او د واردونــو صفایـي پـه ښـه شـکل تـرسـره شــوې وه، همـدارنګــه د کابل د وینــې مرکــزي بانـک څخـه یــو شمېر مهـم طبـي توکـي انتقــال شــوي وو چـې پـر اسـاس بـه یـې د وینــې بانک ځینـــې ستـونـزې لــه دې وروستـــه حل شــي.
پـه پـای کــې روغـتیـایــي پـرسـونل د غــوره او منظمــو روغـتیـایــي خـدمـاتــو وړانــــدې کـولـو لــه املــه وستـایـل شــول او پــه روغـتیـایـي خـدماتـو کـې د لا زیـاتــې اسانـتـیـا رامنځـتــه کولــو پـه موخــه ور سـره یـو لـړ اړینــې سپـارښتـنې شریکـې شــوې.
ورلــډ مؤسسه د خپلــو امکـاناتـــو پـه چـوکـاټ کــې د باکیـفـیتــه او معیــاري روغـتـیـایــي خـدمـاتــو وړانـــدې کـولـو پـه مـوخـــه دوامـداره، مؤثــرې او نـه ستـړې کیـدونکــې هلـې ځلـې کـوي او دا چـاره یـې پـه مهمـو لـومـړیتـوبـونــو کـې ځـای لـري
د ننګرهار سیمیز روغتون کې د دماغي تومور بریالی عملیات
Surgery of brain tumor on a female patient was successfully done in Nangarhar District Hospital.
Patient who was first referred to gynecological department for obtaining maternity services and suffered severe neurological problems due to brain tumor after successful delivery, urgent consultation with neurosurgery department, minute clinical evaluation, after physical examination and neuroimaging (CT/MRI) diagnosis, the surgery of brain tumor was successfully performed by specialist doctors.
The World Health, Economic, Rehabilitation and Development Organization (WORLD) congratulates the strong doctors and specialist staff of Nangarhar District Hospital for the success of this complex operation and assures that health services will be continued as usual. Quality should continue its efforts for betterment and effectiveness.
Department of Broadcasting and Public Relations
په ننګرهار حوزوي روغتون کې یوې ښځینه ناروغې ته د دماغي تومور پېچلی جراحي عملیات په بریالیتوب سره ترسره شو
ناروغه چې د ولادي خدمتونو د تر ترلاسه کولو په موخه یې لومړی د نسایي ولادي څانګې ته مراجعه کړې وه او د بریالي زېـږون وروسته د دماغي تومور له امله له جـدي عصبي ستونـزو سره مخ شوې وه، د نیـوروسرجري څانګـې سره تر بېـړنۍ سـلا مشورې، دقیقـې کلینیکي ارزونې، فـزیکي معایناتـــو او نیـوروایمیجینګ (CT/MRI) له تشخیص وروسته د متخصصو ډاکټـرانو له لوري ورته د دماغي تومور پېچلی جراحي عملیات په بریالیتوب سره ترسره شو.
د عامه ښېګڼو، معیشت، بیارغونې او پرمختګ مؤسسه (WORLD) د تطبیق کوونکې مؤسسې په توګه د دې پېچلي جراحي عملیات د بریالیتوب له امله د ننګرهار حوزوي روغتون پیاوړو ډاکترانو او متخصصو کدرونو ته مبارکي وړاندې کوي او ډاډ ورکوي چې د تل په څېر به د روغتیايي خدماتو د کیفیت د لا ښه والي او اغېزمنتیا لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
د نشراتو او عامه اړیکو څانګه




















